النحل ۶۶

وَإِنَّ لَكُمْ فِي الْأَنْعَامِ لَعِبْرَةً نُسْقِيكُمْ مِمَّا فِي بُطُونِهِ مِنْ بَيْنِ فَرْثٍ وَدَمٍ لَبَنًا خَالِصًا سَائِغًا لِلشَّارِبِينَ

اویقیناً‌ تاسولره په څارؤو کښی عبرت دی څښکوومونږتاسوته دهغی نه چه ددی په خیټو کښی دی دمینځ دغوشانو اودوینی نه پئ صفا اسان تیریدونکی دپاره د څښکونکو -

دا دلیل عقلی دی په ذکردنعمت دپیؤ سره اود بَيْنِ فَرْثٍ وَدَمٍ مطلب دادی چه د گیاه وغیره دخوراک نه بعضی حصه لری ته لاړه شی اوفرث تری جوړ شی اوبعضی حصه وینه جوړه شی اودوینی نه پئ جوړیږی - اودوهم مطلب دادی چه خوراک کله لری ته اورسیږی نوپوخ ئی کړی نولاندی فرث مینځ کښی پئ‌ اودپاسه وینه شی اودکبد په ذریعه وینه په رگونوکښی لاړه شی اوپئ‌ غولانځی ته لاړ شی اوفرث په لری کښی پاتی شی -
فائده: په دی آیت کښی بُطُونِهِ ضمیرمذکرراوړی دی اوپه سورة مؤمنون آیت (۲۱) کښی ضمیرمؤنث راوړی دی نودلته کښی په تاویل دکل واحد سره دی په سورة مؤمنون په اعتباردظاهری جمع سره دی بیا ددی فرق کولو یوحکمت دا معلومیږی چه په دی سورة کښی صرف یوفائده دڅاروی ئی ذکرکړی ده اوپه سورة مؤمنون کښی نوری فائدی هم ذکرکړی دی - نودلته دفائدی دیووالی د وجی نه اکتفاء اوشوه په ضمیرمفرد باندی اوپه سورة مؤمنون کښی دکثرت دفائدو دوجی لحاظ د جمعی اوکړی شو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل