وَاللَّهُ أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَسْمَعُونَ
او اللّه تعالٰی را ورولی دی دبره طرف نه اوبه پس تازه کړی ده په هغی سره ځمکه پس داوچوالی دهغی نه یقیناً په دی کښی لوی دلیل دی هغه قوم لره چه اوری -
ددی آیت نه څلورم باب دی تر (۷۸) پوری په دی باب کښی شپږعقلی دلیلونه دی چه په هغه کښی پیدائش دمنافعوداشیاؤ ذکردی یعنی خوراک او څښکاک او بیبیانی او اولاد - په آیت (۶۵) کښی اوبه دباران اوبوټی ذکرشوی دی اوآیت (۶۶) کښی پئ ذکرشوی دی اوآیت (۶۷) کښی عصیراو شربتونه ذکرشوی دی او آیت (۶۸) کښی گبین ذکرشوی دی اوآیت (۷۰) کښی خلق دنفوس ذکرشوی دی اوآیت (۷۲) کښی خلق دبیبیانو او اولاد ذکرشوی دی بیابیان دمثال دی دپاره درد شرک په (۷۱) کښی بیازجردی په شرک فی العبادة په آیت (۷۳) کښی بیا منع ده دامثال شرکیؤ نه په آیت (۷۴) کښی بیا دوه مثالونه دی د رد شرک دپاره آیت (۷۵،۷۴) کښی، بیاتخویف اخروی دی په (۷۷) کښی په آیت کښی يَسْمَعُونَ) ذکرکړی دی په دی کښی اشاره ده چه په دی مقام کښی لیدل ضروری نه دی اوریدل هم کافی کیږی - یعنی باران وریدل اوبوټی اوفصلونه ټوکیدل په هرځای کښی نه وی خوچه صرف واوری نو دا کافی ده -