النحل ۶۴

وَمَا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ إِلَّا لِتُبَيِّنَ لَهُمُ الَّذِي اخْتَلَفُوا فِيهِ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ

اونه دی نازل کړی مونږپه تاباندی کتاب (قرآن) مگردپاره ددی چه تشریح اوکړی ته دوی ته دهغه خبرو چه دوی اختلاف کړی دی په هغی کښی اوهدایت او رحمت دی دپاره دهغه قوم چه ایمان لری -

هرکله چه تسلی رسول ته ذکرشوه مخکښی آیت کښی نوپه دی آیت کښی تشجیع ده رسول اللّٰه ﷺ ته په تبلیغ دقرآن سره - الَّذِي اخْتَلَفُوا فِيهِ، نه مراد مسئله دتوحید اود بعث بعدالموت وغیره ده اودا آیت دلیل دی چه په قرآن کښی اختلافی مسئلی فیصله کیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل