النحل ۶۳

تَاللَّهِ لَقَدْ أَرْسَلْنَا إِلَى أُمَمٍ مِنْ قَبْلِكَ فَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَهُوَ وَلِيُّهُمُ الْيَوْمَ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ

قسم په اللّه تعالٰی یقیناً لیږلی دی مونږډیرو امتونونه ستا نه پخوا (رسولان) پس ښائسته کړو دوی ته شیطان (ناکاره) عملونه ددوی پس هغه ددوی ملگری دی نن ورځ او دوی لره عذاب دردناک دی -

په دی آیت کښی تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته سره دزجراوتخویف نه منکرینوته اوسبب دگمراهئ ذکرکړی دی یعنی دوی چه وائی چه زمونږحسنیٰ ده سره دشرک نه نودا ورته شیطان ښائسته کړی ده چه شرک او بدعات خو ښه کارونه دی اوثواب دی او د (فَزَيَّنَ) نسبت شیطان ته په اعتبارد وسوسو دهغه دی (فَهُوَ وَلِيُّهُمُ الْيَوْمَ) ددی یوتوجیه داده چه ضمیر دهُم اُمم ته راجع دی اود الیوم نه مراد ژوند ددنیا دی یاورځ دقیامت ده - دوهمه توجیه داده چه هِم ضمیرمشرکانوته راجع دی یعنی داشیطان لکه چه دوست وؤ دمخکنوخلقو نونن زمانه کښی دموجوده مشرکانو هم دوست دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل