وَيَجْعَلُونَ لِلَّهِ مَا يَكْرَهُونَ وَتَصِفُ أَلْسِنَتُهُمُ الْكَذِبَ أَنَّ لَهُمُ الْحُسْنَى لَا جَرَمَ أَنَّ لَهُمُ النَّارَ وَأَنَّهُمْ مُفْرَطُونَ
او مقررکوی دوی اللّه تعالٰی لره هغه څه چه دوئ (ځآن له) بدگنړی اووائی ژبی ددوی دروغ چه یقیناً شته دوی لره خوشحالی خامخا شته دوی لره صرف اور اودوی به ورته مخکښی اوغورځولی شی -
په دی کښی زجردی په شرک باندی سره ددروغ دعویٰ کولونه چه دوی لره حسنیٰ ده یعنی په دنیاکښی خوشحالی اوپه آخرت کښی ثواب او جنت دی (مَا يَكْرَهُونَ) نه مراد لونړه دی اوشریک دی اودا دواړه عام خلق بد گنړی (مُفْرَطُونَ) دفرط نه ماخوذ دی یعنی مخکښی به لیږلی کیږی یاپه جلتئ به ځی اورته یاهیربه کړی شی داټولی معانی جائز دی -