النحل ۶۱

وَلَوْ يُؤَاخِذُ اللَّهُ النَّاسَ بِظُلْمِهِمْ مَا تَرَكَ عَلَيْهَا مِنْ دَابَّةٍ وَلَكِنْ يُؤَخِّرُهُمْ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى فَإِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ لَا يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلَا يَسْتَقْدِمُونَ

اوکه نیولی اللّه تعالٰی خلقو لره په سبب دظلم دهغوئ نه به وی پریخودلی په دی ځمکه باندی هیڅ زنده سر لیکن روستو کوی اللّه تعالٰی دوی لره ترنیټی مقرری پوری پس کله چه راشی نیټه ددوئ نه به روستوکیدی شی یوساعت اونه به مخکښی کیدی شی -

په دی آیت کښی دتخویف دنیوی دی اوجواب دسوال دی هرکله چه ظلمونه دمشرکانوذکرشول نوسوال اوشوپه دوی باندی عذابونه ولی نه راځی ددی ظلمونوپه سبب سره نوپه دی آیت کښی دهغی جواب دی - اومطلب دآیت دادی که اللّه تعالٰی مخلوقات نیولی په گناهونودگناه گاروسره اومعافی او تاخیرئی نه کولی نوبارانونه او بوټی به ئی بند کړی وی نوزنده سربه مړه وی اودارنگ په سورة فاطر آیت (۴۵) کښی ذکردی (فَإِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ) داسی په سورة اعراف (۳۴) اوسورة یونس (۴۹) کښی ذکرشوی دی -
فائده: هرکله چه په سورة اعراف اوپه دی سورة کښی فَاپه اذا باندی داخله کړه نوپه جزاباندی فَا داخله نه کړه دپاره ددی چه کلام کښی فصاحت کم نه شی اوسورة یونس کښی اوله فَا نیشته نوفَا ئی په جزا باندی داخله کړه بیاهرکله چه په سورة یونس کښی صریح سوال دعذاب ذکر وؤ نوپه جواب کښی فَا ذکر نه کړه اوپه دی سورة او سورة اعراف کښی سوال مذکورنه دی ددی وجی نه فا ذکرشوی ده واللّه اعلم بحکمهِ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل