النحل ۶۰

لِلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ مَثَلُ السَّوْءِ وَلِلَّهِ الْمَثَلُ الْأَعْلَى وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ

هغه چالره چه ایمان په آخرت نه لری ناکاره حال دی او اللّه تعالٰی لره خاص دی صفت اوچت او هغه زوره ور او حکمتونووالادی -

په دی آیت کښی زجردی مشرکین بالملائکة ته (مَثَلُ السَّوْءِ) ناکاره صفت او حال چه مراد د هغی نه جهل اوکفروغیره دی او (الْمَثَلُ الْأَعْلَى) مراد ترینه اوچت صفات دی که صفات ثبوتی وی لکه خالق او رازق، عالم، اوقادریاصفات سلبیه وی چه شریک ئی نیشته ولد ئی نیشته مثل ئی نیشته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل