النحل ۵۹

يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِنْ سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ أَيُمْسِكُهُ عَلَى هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ أَلَا سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ

ځان پټوی دقوم نه دوجی د ناکاره زیری نه چه ده ته ورکړی شوی دی (سوچ کوی) چه آیا اوساتی هغه (بچی) په ذلت سره اوکه ژوندی او منډی په خاورو کښی خبرشئ‌ ناکاره ده هغه فیصله چه دوئ‌ ئی کوی -

په دی آیت کښی طریقه دجاهلیت ذکرده چه کله به خبرشول په پیدائش دلورباندی نوپټیدل به دوجی دشرم نه اوفکربه ئی کوؤ چه آیا اوساتی ئی سره دذلت نه اوکه ژوندی ئی دفن کړی (أَيُمْسِكُهُ) ددی نه مخکښی تقدیردی په عبارت کښی یعنی یتفکراو، هُ ضمیردمذکرئی حرف د مَا بُشِّرَ ته راجع کړی دی - (هُونٍ) معنیٰ داچه لورپه ذلت سره ساتی نارینه بچی په هغی باندی غوره کوی زنانه له میراث نه ورکوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل