وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالْأُنْثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ
اوکله چه زیری ورکړی شی یوتن ددوی ته په لورسره شی مخ دهغه تور اوهغه دغصی نه ډک وی -
په دی کښی رد دی په رسم دجاهلیت چه هغوی به په لور او خورپیداکیدو بد گنړل او (كَظِيمٌ) هغه غمژن ته وائی چه دغم دوجی نه خبری نشی کولی (بُشِّرَ) بشارت اول خبرد خوشحالئ ته وئیلی شی اودلته په معنیٰ د حرف اول خبرسره دی چه دوی په دی خبرباندی خوشحالی نه کوله -