وَيَجْعَلُونَ لِلَّهِ الْبَنَاتِ سُبْحَانَهُ وَلَهُمْ مَا يَشْتَهُونَ
او مقرره وی دوی اللّه تعالٰی لره لونړه پاک دی اللّه تعالٰی او وی دی دوی لره هغه څه چه دوی غواړی -
داهم په ماقبل باندی عطف دی اوبل قسم شرک باندی رد کوی نوپه دی آیت کښی زجردی په مشرکین بالملائکة باندی چه هغوی ملائک بنات د اللّه تعالٰی گنړی اودا په مشرکین عرب کښی بعضی قبیلی وی اوهم دا رنگ ذکردی په سورة صافات آیت (۱۴۹) کښی اوسورة زخرف آیت (۱۶) کښی اوسورة طور آیت (۳۹) کښی -