وَيَجْعَلُونَ لِمَا لَا يَعْلَمُونَ نَصِيبًا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ تَاللَّهِ لَتُسْأَلُنَّ عَمَّا كُنْتُمْ تَفْتَرُونَ
او مقرره وی دوئ هغه چالره چه هغوی پوهه نه لری برخه دهغه مال نه چه مونږ دوی له ورکړی دی قسم دی په اللّه تعالٰی خامخا تپوس به اوکړی شی ستاسونه دهغه څه چه دروغ جوړوئ تاسو -
په دی آیت کښی زجردی په نذرکولو دپاره دغیراللّه، اودا عطف دی په یشرکون باندی اودهغی تفسیردی اودارنگ په سورة انعام آیت (۱۳۶) کښی هم دی (كُنْتُمْ تَفْتَرُونَ) ددی نه مراد هغه قصی مشرکانه او مسائل شرکیه دی (لَا يَعْلَمُونَ) ضمیرراجع دی مَاته چه هغه په معنیٰ دمعبودانو دی یعنی معبودان هیڅ علم ددوی دنذرونونه نه لری یاضمیرراجع دی عابدانوته یعنی دوی دمعبودانو دحال نه خبرلری چه هغوی خو عاجز دی اوڅه نه اوری اونه وینی (مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ) مراد ددی نه دخوراک او څښکاک څیزونه اوڅاروی اوغلی کپړی وغیره دغیراللّه په نوم باندی نذرکول دی -