وَمَا بِكُمْ مِنْ نِعْمَةٍ فَمِنَ اللَّهِ ثُمَّ إِذَا مَسَّكُمُ الضُّرُّ فَإِلَيْهِ تَجْأَرُونَ
اوهغه چه په تاسوباندی څه نعمت دی نود اللّه تعالٰی دطرف نه دی بیاهم چه کله اورسیږی تاسوته مصیبت پس هغه ته خاص فریاد کوئ تاسو -
په دی کښی هم دلیل عقلی دی مَا موصوله دی او مِن دپاره داستغراق دی نوهرنعمت ظاهری اوباطنی اوبدنی او مالی، صحت، عافیت، مالداری وغیره ته شامل دی (فَإِلَيْهِ تَجْأَرُونَ) یعنی عقیده دمشرک په وخت دتکلیف کښی داده چه مصیبتونه لری کوؤنکی د اللّه تعالٰی نه سیوا بل څوک نیشته جَوَار آواز دسخی یا آواز د کُتری (دسپی بچی) دی په وخت دسختئ کښی مراد ترینه چغی وهل په ډیرعاجزئ سره دی -