ثُمَّ إِذَا كَشَفَ الضُّرَّ عَنْكُمْ إِذَا فَرِيقٌ مِنْكُمْ بِرَبِّهِمْ يُشْرِكُونَ
بیا چه کله لری کړی مصیبت ستاسونه نویو ډله ستاسو دخپل رب سره شریکان جوړوی -
دا آیتونه هم په زجرکښی داخل دی حاصل دادی چه په وخت دتکلیف کښی اللّه تعالٰی ته عاجزی کوی اوهرکله چه اللّه تعالٰی ددوی عاجزی قبوله کړی اوتکلیف ترینه لری کړی نودوی شرک کوی یعنی بیا نسبت دلری کولو دتکلیف د اللّه تعالٰی نه سیوا بل چاته کوی (فَتَمَتَّعُوا) کښی اشاره ده چه اللّه تعالٰی ددی مشرکانو دعا ددی وجی نه قبلوی چه دا دنیا متاع ده اومتاع کافرانوته هم ملاویږی - دا رنگ په سورة روم آیت (۳۳) او (۳۴) کښی هم دی -