النحل ۵۲

وَلَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلَهُ الدِّينُ وَاصِبًا أَفَغَيْرَ اللَّهِ تَتَّقُونَ

اوخاص دهغه په اختیار کښی دی هغه څیزونه چه په آسمانونو او ځمکه کښی دی اوخاص اللّه تعالٰی لره تابعداری لازم ده آیا پس سیوا د اللّه تعالٰی نه ویریږئ تاسو -

دا دلیل عقلی دی او لام په (لَهُ) کښی دپاره داختیاراودپاره دانقیاد دی (الدِّينُ) په معنیٰ دعبادت دی یعنی متصرف خاص اللّه تعالٰی دی نومعبود هم خاص هغه دی (وَاصِبًا) لازم او همیشه او خاص ته وئیلی شی (تَتَّقُونَ) تقویٰ په اصل کښی توحید دعبادت ته وئیلی شی نودلته ئی د الدین (چه په معنیٰ دعبادت دی) دمناسبت دوجی نه تقویٰ ذکر کړی ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل