وَقَالَ اللَّهُ لَا تَتَّخِذُوا إِلَهَيْنِ اثْنَيْنِ إِنَّمَا هُوَ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَإِيَّايَ فَارْهَبُونِ
او فرمائیلی دی اللّه تعالٰی مه جوړوئ حق دار دبندگئ دوه یقیناً هغه حق دار دبندگئ یودی پس خاص ځمانه ویره کوئ -
په دی آیت کښی دلیل وحی دی دپاره درد دشرک اومعطوف دی په معنیٰ دماقبل باندی په طریقه ددلیل سره یعنی اللّه تعالٰی فرمائیلی دی چه سجده ځمانه سیوا بل چاته مه کوئ ځکه چه سجده حق د الٰه دی او اللّه تعالٰی فرمائیلی دی چه دوهم الٰه نیشته - اوهرکله چه مشرکان اکثراوقاتوکښی دویری په وخت کښی خپلو الٰهو (معبودانو) ته سجدی کوی ددی وجی نه اوفرمائیل (فَإِيَّايَ فَارْهَبُونِ) او اثنین ئی دتاکید دپاره ددی وجی نه ذکرکړو چه نفی تعدد مراد ده نفی دالوهیت نه ده مراد -