يَخَافُونَ رَبَّهُمْ مِنْ فَوْقِهِمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ ۩ ࣛ
ویریږی دوئ درب خپل نه چه اوچت دی ددوی نه اوکوی دوی هغه چه دوی ته ئی حکم کیدی شی -
په دی آیت کښی سره دمخکښی نه دملائکو دری صفات ذکرکوی اول عجزدهغوی دوهم خوف دهغوی دریم انقیاد د امر د اللّه تعالٰی (فَوْقِهِمْ) فوق په صفت داللّه تعالٰی کښی دی په اعتبارد معنیٰ سره محکم دی اوپه اعتباردکیفیت سره متشابه دی تاویل کول په غلبه سره اودارنگ تشبیه او تمثیل ددی د صفت دمخلوق سره دواړه غلط دی -