وَلِلَّهِ يَسْجُدُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ مِنْ دَابَّةٍ وَالْمَلَائِكَةُ وَهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ
اوخاص اللّه تعالٰی لره سجده کوی هغه څه چه په آسمانونوکښی دی اوهغه څه چه په ځمکه کښی دی هرقسم جاندار او ملائک اودوی لوئی نه کوی دحکم د اللّه تعالٰی نه -
دآ آیت هم دمخکښی لاندی داخل دی یعنی په دی کښی تعیم دی روستودتخصیص نه (مِنْ دَابَّةٍ) ظاهرداده چه دا شامل دی اهل دآسمانونو اود ځمکودواړوته په دلیل دسورة شوریٰ (۲۹) سره او (وَالْمَلَائِكَةُ) تخصیص بعدالتعمیم دی دپاره درد په مشرکین بالملائکه باندی اودآبةٍ په معنیٰ دساه والاده نوملائکوته هم وئیلی شی او دوهمه توجیه داده چه په آیت کښی لف نشرغیرمرتب دی یعنی من دآبةٍ بیان د مافی الارض دی او والملائکة بیان دمافی السموات دی (وَهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ) دا دلیل دی چه ابلیس دملائکونه نه ووځکه چه هغه استکبارکړی وو -