النحل ۴۸

أَوَلَمْ يَرَوْا إِلَى مَا خَلَقَ اللَّهُ مِنْ شَيْءٍ يَتَفَيَّأُ ظِلَالُهُ عَنِ الْيَمِينِ وَالشَّمَائِلِ سُجَّدًا لِلَّهِ وَهُمْ دَاخِرُونَ

آیا دوئ‌ نه گوری هغه څیزونوته چه پیدا کړی دی اللّه تعالٰی دهریوڅیزنه گرځی سوری دهغی د ښی طرف نه او کینړ(گس) طرفونونه سجده کؤونکی اللّه تعالٰی ته او دوی عاجزوی -

ددی ځای نه دریم باب دی تر (۶۴) پوری په دی باب کښی دری عقلی دلیلونه دی چه په هغی کښی د انقیاد دعالم دپاره د اللّه تعالٰی ذکردی آیت (۳۵،۵۲،۴۸) کښی او دلیل وحی دی په (۵۱) کښی بیا زجردی په شرک سره په (۵۵،۵۴) کښی بیا زجردی په نذر دغیراللّه سره په (۵۶) کښی بیارزجردی په شرک بالملائکه سره په (۵۵،۵۴) کښی بیازجردی په نظردغیراللّه سره په (۵۶) کښی بیا زجردی په شرک بالملائکه سره د (۵۷) نه تر(۶۰) پوری بیا تخویف دنیوی دی په (۶۱) کښی بیا زجربالشرک دی په (۶۲) کښی بیارزجراو تخویف دی په اتباع شیطان سره (۶۳) کښی بیاترغیب دی قران ته په (۶۴) کښی - په دی آیت (۴۸) کښی سجده دسورو ذکرکړی شوی ده اومراد دسجدی نه گرځیدل دسورو اوکمیدل او زیاتیدل دسورو په حکم د اللّه تعالٰی سره دی په دی آیت کښی یمین ئی مفرد وئیلی دی اوشمائیل ئی جمع وئیلی دی ځکه چه شروع کیدل دسوری دیمین نه دی په یوحال بیاشمال طرف ته گرځی لږلږ‌په مختلفو حالاتوکښی - دوهمه نکته داده چه په عرب کښی هرکله مخ کړی مشرق طرف ته نویمین طرف ته لږ وطنونه دی اوشمال طرف ته ډیرملکونه دی (واللّه اعلم) (مِنْ شَيْءٍ) نه مراد اجسام دی اودارنگ په سورة رعد (۱۵) کښی هم ذکردی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل