بِالْبَيِّنَاتِ وَالزُّبُرِ وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ
(لیږلی وؤ مونږ) په ښکاره دلیلونو (عقلیو) اود نصیحت په خبرو اونازل کړی دی مونږتاته داقرآن ددی دپاره چه وضاحت اوکړی خلقوته دهغه حکمونو چه نازل کړی شوی دی دوئ ته اودپاره ددی چه دوئ فکراوکړی -
دا آیت هم متعلق دی په مخکښی آیت پوری اوتشجیع ده رسول اللّٰه ﷺ ته په تبلیغ دقرآن روسته داثبات د صدق دهغه نه (بِالْبَيِّنَاتِ) متعلق دی په اَرسَلنَا هُم مقدر پوری اویا متعلق دی په لاتعلمون پوری اوپه دی آیت کښی یوه ذمه واری دپیغمبر ذکرشوی ده چه هغه تشریح کول دقرآن دی، اودوهمه ذمه واری په امت کښی داهل فکروالاجتهاد ذکر کړی شوی ده په (لِتُبَيِّنَ) کښی دلیل دی په دی خبره چه سنت د نبی ﷺ شرح او تفسیرد قرآن دی اوپیغمبر ددی دپاره رالیږلی شوی دی اوپه دی کښی صریح رد دی په منکرینو دحدیث باندی -
فائده: په دی آیت کښی اشاره دلیلونودشرعی ته اول دلیل قرآن دی چه په لفظ د الذکر، کښی مراد دی اودوهم دلیل سنت د نبی ﷺ دی چه په لِتُبَيِّنَ کښی هغی ته اشاره ده اودریم دلیل اجتهاد دمجتهدینو دی که په اتفاق سره وی نوهغی ته اجماع وائی اوکه قول دبعضووی نوهغی ته قیاس دمجتهد وائی لیکن اجماع دلیل او حجت مثبته دی په دی شرط چه سند دهغی دقرآن او حدیث نه موجود وی اودنص صریح نه مخالفت نه وی اوقیاس خوحجت داثبات دپاره نه دی بلکه صرف ښکاره کوؤنکی دی -