النحل ۴۵

أَفَأَمِنَ الَّذِينَ مَكَرُوا السَّيِّئَاتِ أَنْ يَخْسِفَ اللَّهُ بِهِمُ الْأَرْضَ أَوْ يَأْتِيَهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ

اپا پس په امن شول هغه خلق چه مکرونه جوړوی دناکاره کارونو دپاره چه ښکته به بوځی اللّه تعالٰی دوئ په ځمکه کښی یابه راشی دوئ ته عذاب دداسی ځای نه چه دوئ به نه پوهیږی -

هرکله چه تیرشوؤ آیتونوکښی دمشرکانومخالفتونه او شبهی په رسول اوقرآن اوپه توحید باندی اوپه قیامت باندی ذکرشول نواوس دهغوی دپاره تخویف دنیوی په دری آیتونوکښی ذکرکوی د (مَكَرُوا السَّيِّئَاتِ) نه مراد دغه مخالفتونه اوشبهات دی په اسلام باندی کوم چه مخکښی تیرشول - (تَقَلُّبِهِمْ) نه مراد سفرونه کول دپاره ددنیا دی اودداسی سفرسره پریشانی ضرور وی ددی وجی په صیغه دفعل سره ذکرکړه اودا وصف دکافرانو دی لکه په سورة العمران (۱۹۶) کښی دی - یاپه بستروباندی اوړیدل را اوړیدل مراد دی (تَخَوُّفٍ) نه مراد نقصان دمالونو اود فصلونو او څاروو دی یاتری مراد عذاب دتادئ دی یا ویره ددشمن ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل