النحل ۴۳

وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ إِلَّا رِجَالًا نُوحِي إِلَيْهِمْ فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ

اونه دی لیږلی مونږ ستانه پخوا مگر نارینه چه وحی کوله مونږ دوئ‌ ته پس تپوس اوکړئ‌ دعلم والونه که تاسو نه پوهیږی -

په دی آیت کښی اثبات دصدق د رسول اللّٰه ﷺ دی او رد دی په دریمه عقیده دکافرانو چه انکار درسالت دی اوجواب دشبهی د منکرینو د رسالت دی چه منکرینو شبهه کوله چه رسول د اللّه بشرنه شی کیدی نودی آیت کښی ئی جواب اوکړو او (أَهْلَ الذِّكْرِ) نه مراد علماء دکتاب او سنت دی چه هغوی عقیده لری په هغی باندی اوعمل پری کوی نوددی وجی نه اهل العلم ئی نه دی وئیلی بلکه اهل الذکر ئی وئیلی دی اوتفسیرقرطبی کښی ددی آیت په تفسیرکښي لیکلی دی چه ټول انبیاء بشردی اوداسی ذکردی په سورة انبیاء آیت (۷) کښی هم -
فائده: په دی آیت کښی دلیل دی په دی خبره چه په وخت دنیشتوالی دعلم کښی داهل علم نه تپوس کول فرض دی - ځکه چه دکوم شی عمل فرض دی نودهغی علم هم فرض دی - لیکن ددی آیت نه استدلال کول په تقلید جامد اوتقلید شخصی صحیح او جائز نه دی اوله وجه داده چه الذکرنه مراد وحی ده یعنی دهغه چانه تپوس کوئ چه په جواب کښی دلیل وحی ذکرکوی (قرآن او سنت) او د دلیل د تابعدارئ‌ ته تقلید نشی وئیلی کیدی - دوهمه وجه داده چه دعدم علم دوه درجی دی اول عدم علم دحکم دوهم عدم علم د دلیل نودواړه تپوسونه کول لازم دی نوچه دلیل ورته معلوم شی نوداخو تقلید نه دی - دریمه وجه داده چه اللّه تعالٰی اهل الذکر عام ذکرکړی دی اومقلد حنفی خود شافعی عالم نه تپوس نه کوی بلکه مونځ کول ورپسی جائز نه گنړی څلورمه وجه علٰی طریق التنزل ده چه صحیح ده چه په دی آیت کښی اثبات دتقلید دی د امی لیکن هرکله چه روستو وخت کښی دغه شخص امی ته چه صحیح حدیث د مخکنی قول نه خلاف معلوم شی نودی به دغه قول عمل پریږدی اوپه حدیث به عمل کوی اوداسی شامی د علامه بیری نه نقل کړی دی په (ج ۱/ص ۴۶) کښی نومعلومه شوه چه مخکښی تقلید ددی شخص تقلید محمود وؤ اوکه سره دعلم دمخالفت دصحیح حدیث نه اول قول (مذهب خپل) نه پریږدی نودا تقلید مذموم اوحرام دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل