الَّذِينَ صَبَرُوا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ
دوی هغه دی چه صبر ئی کړی دی اوپه خپل رب باندی توکل کوی -
په دی آیت کښی دوه عملونه ذکردی صبراو توکل چه دا لازم دی دهجرت سره په صبرباندی مراد صبرکول دمؤحد دی په اذیتونو دمشرکانو باندی اودوی روستو داذیتونونه په سبب توکل سره هجرت کوی -
فائده: په دی آیتونوکښی اشاره ده هجرت د حبش ته چه بعضی صحابه کرامودمکی نه اول هجرت کړی وو ملک دحبش ته نوپه حبشوکښی دبادشاه (اصحمه) ملگرتیا ورته ملاؤ شوه اودهغی نه روستو په مدینه کښی اوبیا روستو په نورو ملکونوباندی غلبه حاصل شوه -