النحل ۴۱

وَالَّذِينَ هَاجَرُوا فِي اللَّهِ مِنْ بَعْدِ مَا ظُلِمُوا لَنُبَوِّئَنَّهُمْ فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَلَأَجْرُ الْآخِرَةِ أَكْبَرُ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ

اوهغه کسان چه هجرت کړی دی د اللّه تعالٰی دپاره روستو ددی نه چه په دوی باندی ظلم کړی شوی دی خامخا ځای ورکؤو به دوئ ته په دنیا کښی ښائسته اوخامخا ثواب دآخرت ډیرلوی دی که چیری دوئ پوهیدی -

په دی آیت کښی ترغیب دی هجرت ته اوبشارت مهاجرینوته روستو دذکردظلم دظالمانونه یعنی دظالمانو دظلمونونه دبچ کیدلو دپاره چه څوک هجرت کوی - او داددی ربط دی د ماقبل سره او مراد (حَسَنَةً) نه رزق حلال او نیک ذکر دی په روستو خلقوکښی اونصرت د اللّه تعالٰی دی (لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ) په دی کښی تعریض دی په هجرت نه کوؤنکوباندی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل