وَأَقْسَمُوا بِاللَّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ لَا يَبْعَثُ اللَّهُ مَنْ يَمُوتُ بَلَى وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ
اوقسمونه کړی دی دوی په اللّه تعالٰی پاخه قسمونه چه ژوندی به نه کړی اللّه تعالٰی هغه څوک چه مړه کړی دی بلکه وعده ده په اللّه تعالٰی باندی یقینی لیکن زیات خلق نه پوهیږی -
په دی آیت کښی زجردی په انکاردبعث بعدالموت پس د رد دشرک ددوی نه نودا اشاره ده چه شرک او انکارد بعث نه داصولو دکفر نه دی او اقسمواباللّه کښی دلیل دی چه مشرکانوبه هم کله کله قسم کوو په اللّه تعالٰی سره (جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ) په دی کښی اشاره ده چه مشرکانوبه په اللّه تعالٰی باندی قسم کول مضبوط قسم گنړلو اوتعجب دی دنن زمانی په جاهلانو چه قسم کول په اولیاؤ باندی مضبوط قسم گنړی اوپه اللّه تعالٰی باندی قسم کولوباندی هیڅ پرواه نه نکوی -