النحل ۳۹

لِيُبَيِّنَ لَهُمُ الَّذِي يَخْتَلِفُونَ فِيهِ وَلِيَعْلَمَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّهُمْ كَانُوا كَاذِبِينَ

(او دی دپاره ژوندی کوی) چه بیان کړی دوی ته هغه خبری چه دوی په کښی اختلاف کوی اوچه پوهه شی کافران خلق چه دوی به دروغ وئیل -

دا آیت متعلق دی په کلام مقدرپوری په تیرشوی آیت کښی تقدیرئی داسی دی بلٰی لیُبعثنّهم لِیُبَیّنَ، اوپه دی آیت کښی دبعث دوه فائدی ذکرکړی دی اوله فائده بیان داموراختلافیه په طریقه دفیصلی کولوسره اوهغه ددی سورة په (۹۲) کښی ذکرکیږی اوتعبیردفیصلی په سورة (۱۱۳) اوسورة نساء (۱۴۱) او نورو آیاتونوکښی ذکردی - اودوهمه فائده یقین کول دکافرانودی په کذب خپل باندی په هغه اقوالوکښی چه په دی سورة کښی ذکرشول (۳۷،۳۵،۲۴) کښی او نوراقوال هم ددی کافرانو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل