إِنْ تَحْرِصْ عَلَى هُدَاهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ يُضِلُّ وَمَا لَهُمْ مِنْ نَاصِرِينَ
که ته حرص کوی په هدایت د هغوی باندی بس یقیناً اللّه تعالٰی هدایت نه کوی هغه چاته چه بی لاری کړی اونیشته دوی لره هیڅ څوک مددگاران -
به دی آیت کښی تسلی ده پیغمبرﷺ ته چه هدایت د اللّه تعالٰی په اختیارکښی دی ستاپه ذمه صرف تبلیغ دی - یعنی دمخکنورسولانوپه وخت کښی هدایت او اضلال په اختیار د اللّه تعالٰی کښی وؤنواوس هم دی -