وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ فَمِنْهُمْ مَنْ هَدَى اللَّهُ وَمِنْهُمْ مَنْ حَقَّتْ عَلَيْهِ الضَّلَالَةُ فَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ
اویقیناً لیږلی مونږ په هرامت کښی رسول (په دی خبره) چه بندگی خاص کړئ د اللّه تعالٰی اوځان ساتئ د (بندگئ) دغیراللّه نه پس بعضی ددوئ هغه څوک دی چه اللّه تعالٰی ورته هدایت کړی دی اوبعضی هغه دی چه پخه شوی ده په هغه باندی گمراهی پس اوگرځئ ځمکه کښی پس ا وگورئ (دعبرت په نظر) چه څنگه شو انجام د تکذیب کؤونکو -
په دی آیت کښی دلیل نقلی اجمالی دی دټولو انبیاؤ نه په اثبات دتوحید اودرد دشرک - ان اعبداللّه کښی توحید دی او واجتنبوا الطاغوت کښی رددشرک دی، اوپه دی جواب دی دتیرشوی استدلال دمشرکانوحاصل دجواب دادی که اللّه تعالٰی رضا وی ستاسوپه شرک باندی نوانبیاء به ئی نا رالیږل په مخالفت دشرک کښی یعنی مشیت شرعیه جدا دی دمشیت کونیه نه اومشرکینوته به ئی عذاب نه ورکوؤ -