النحل ۳۵

وَقَالَ الَّذِينَ أَشْرَكُوا لَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا عَبَدْنَا مِنْ دُونِهِ مِنْ شَيْءٍ نَحْنُ وَلَا آبَاؤُنَا وَلَا حَرَّمْنَا مِنْ دُونِهِ مِنْ شَيْءٍ كَذَلِكَ فَعَلَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَهَلْ عَلَى الرُّسُلِ إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ

اووائی هغه کسان چه شرک ئی کړی دی که اللّه تعالٰی غوښتلی بندگی به نه وی کړی مونږ د اللّه تعالٰی نه سیوا دهیڅ څیز مونږه اونه مشرانوزمونږه اونه به حرام کړی وی مونږ سیوا (داذن) د اللّه تعالٰی نه څه څیز دغه شان کارکړی ؤو هغه کسانو چه دوئ نه مخکښی ؤو پس نیشته په رسولانو باندی مگر رَسّوَل دی صاف (ښکاره) -

ددی آیت نه دوهم باب دی تر (۴۷) پوری په دی کښی اولاً ذکرکړی دی دلیل دمشرکانو اوپه هغی باندی زجردی - اودا دعویٰ دسورة ده بیا دلیل نقلی اجمالی دټولو انبیاؤ نه ئی ذکرکړی دی دپاره دجواب د دلیل دمشرکانو په آیت (۳۶) کښی بیا تسلی ده په (۳۷) کښی، بیازجردی په انکاردبعث اواثبات د بعث بعدالموت دی په (۴۰،۳۹،۳۸) کښی، بیاترغیب دی هجرت ته دپاره دبچ کیدلو دظلم دظالمانونه په آیت (۴۲،۴۱) کښی، بیا اثبات درسالت دی سره دجواب دسوال دمنکرینونه په آیت (۴۴،۴۳) کښی، بیاتخویف دنیوی دی په آیت (۴۷،۴۶،۴۵) کښی - په دی آیت (۳۵) کښی استدلال دمشرکانو دپاره دجوازدشرک په مشیت د اللّه تعالٰی سره اودارنگ ئی ذکرکوو په سورة انعام (۱۴۸) کښی اوبعضی تفصیل ددی تیرشوی دی په تفسیردسورة انعام کښی - اودا مشیت کونیه دی چه تقدیردی اوداقول ددوی بناوؤ په دی چه دوی هم مشیت کونیه د اللّه تعالٰی منلو یاداقول ددوی الزم دی په مؤمنانوچه چه ای مؤمنانو تاسووائی چه تقدیرحق دی نوزمونږشرک هم په تقدیرالٰهی کی مقرردی نومونږپه دی کښی گنهگارنه یو - اوهرکله چه په دوی کښی دوه قسمه شرک وو یوشرک په عبادت کښي اوبل شرک په تحریم او تحلیل کښی نوپه دی آیت کښی ئی دواړه ذکرکړه اوهرکله چه دا دلیل په حقیقت کښی تکذیب او استهزاء وه نوځکه ئی دهغی تعبیرکړی دی په سورة انعام کښی په کذب سره اوپه دی سورة کښی په فعل سره تعبیردی ځکه دلته مقصد ددوی استدلال دی لیکن دلته هم دفعل نه مراد استهزاء او تکذیب دی نوحاصل دادی چه مشیت دوه قسمه دی یومشیت کونیه چه په هغی کښی دانسان هیڅ اختیارنیشته لکه پیدائش دانسان تور، سپین، دنگ، لنډ وغیره نوپه دی کښی دهغه انسان په مشیت کونیه د اللّه تعالٰی (چه تقدیردی) استدلال کولی شی اودوهم افعال شرعیه دی چه په هغی سره دی مکلف دی اوانسان لره په هغی کښی مشیت او اختیار مِن وجه لکه په سورة کهف کښی (فَمَنْ شَاءَ فَلْيُؤْمِنْ وَمَنْ شَاءَ فَلْيَكْفُرْ) نوپه دی کښی انسان په مشیت کونیه سره استدلال نه شی کولی - مگرهغه وخت چه عمل ترینه صادر شی د مخالفت په شکل کښی اوبیاپه توبه سره معاف شی نوکه څوک په ده باندی بیا اعتراض اوکړی اودی حواله ورکوی په تقدیر او مشیت کونیه باندی نودا جائزدی لکه احتجاج د آدم علیه السلام په مقابله د موسیٰ علیه السلام کښی ددی قبیلی نه دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل