الَّذِينَ تَتَوَفَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ فَأَلْقَوُا السَّلَمَ مَا كُنَّا نَعْمَلُ مِنْ سُوءٍ بَلَى إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ
هغه کسان دی چه ساه اخلی ددوئ نه ملائک په داسی حال کښی چه ظلم به کوی په ځان باندی (په شرک کولوسره) پس مخکښی به کړی دوئ دروغی خبری چه مونږخونه ده کړی هیڅ قسم بدی بلکه یقیناً اللّه تعالٰی پوهه دی په هغه کارونوچه دوئ ئی کوی -
په دی آیت کښی ذکرشوی دی وقت دځنکدن دمشرکانو چه په هغه وخت کښی به هم اللّه تعالٰی ته منقاد شی اودشرک کولو به انکاراوکړی لیکن په داسی وخت کښی توبه نه قبلیږی لکه سورة حم مؤمن آیت (۸۵) کښی چه ذکردی (فَأَلْقَوُا السَّلَمَ) په جواب دهغه قول کښی چه این شرکائي لکه په سورة انعام (۳۲) اوسورة مؤمن (۷۴) کښی دی -