النحل ۲۹

فَادْخُلُوا أَبْوَابَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا فَلَبِئْسَ مَثْوَى الْمُتَكَبِّرِينَ

پس ورننوځئ دروازو د جهنم ته همیشه به ئی په هغی کښی پس ناکاره ځای دی دلوئی کؤونکو -

په دی آیت کښی تخویف اخروی دی یعنی آخرت که به دوی ته اوئیلی شی چه جهنم ته داخل شئ یابه داسی وئیلی کیږی په وخت دمرگ کښی اوارواح ددوی به جهنم ته داخل کړی نودا دلیل شوپه عذاب قبرباندی اوابن کثیروئیلی دی چه دا منکرین به دوخت دمرگ نه په ارواحوسره جهنم ته داخل شی اواجسامو ددوی ته به سختی رسی په قبرونوکښی اوپه ورځ دقیامت به ارواح په جسمونوکښی داخل کړی شی اوجهنم کښی به دهمیشوالی دپاره داخل کړی شی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل