النحل ۲۷

ثُمَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يُخْزِيهِمْ وَيَقُولُ أَيْنَ شُرَكَائِيَ الَّذِينَ كُنْتُمْ تُشَاقُّونَ فِيهِمْ قَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ إِنَّ الْخِزْيَ الْيَوْمَ وَالسُّوءَ عَلَى الْكَافِرِينَ

بیابه دقیامت په ورځ رسوا به کړی دوئ لره اللّه تعالٰی اواوبه وائی کوم ځای دی شریکان زما هغه چه تاسوبه چودلئ‌ ددوئ په باره کښی اوبه وائی هغه کسان چه علم ورکړی شوی دی یقیناً رسوائی نن او بدی ټوله په کافرانوباندی ده -

په دی آیت کښی تخویف اخروی دی او ددوی شرمنده کولودپاره په ورځ د قیامت کښی ددوی نه به تپوس کیدی شی چه څه شول ستاسو هغه معبودان چه تاسوبه هغوی دپاره جگړی کولی دمؤحیدینوسره اوس هغوئ خپل مدد دپاره راوبلئ‌ نودوی به چپ شی او مؤحدین به ددوی په دی سرمندگئ‌ اوپه عذاب باندی خوشحالی اوکړی -
فائده: سورة انعام آیت (۳۲) کښی ذکردی په سورة حم سجده آیت (۴۷) اوحم مؤمن آیت (۷۴) کښی ذکرشوی دی چه دوئ به انکاراوکړی اوپه دی سورة کښی معلومیږی چه دوی به چپ وی نودا په ظاهرکښی تعارض دی جواب دادی چه قیامت کښی مختلف اوقات دی بعضی وقت به دوئ چپ وی اوبعضی وخت کښی به انکارکوی اوبعضی وخت به اقرارهم کوی (أُوتُوا الْعِلْمَ) مراد ددی نه مؤحدین دی (الْخِزْيَ) شرمندگی په ښکاره کیدلو دنقصاناتوددوی (وَالسُّوءَ) عذابونه مراد دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل