النحل ۲۶

قَدْ مَكَرَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَأَتَى اللَّهُ بُنْيَانَهُمْ مِنَ الْقَوَاعِدِ فَخَرَّ عَلَيْهِمُ السَّقْفُ مِنْ فَوْقِهِمْ وَأَتَاهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ

یقیناً مکرونه کړی دی مخکنو خلقو (دحق په مقابله کښی) پس راغی اللّه تعالٰی بنیادونو ددوئ‌ ته د ویخونونه پس راپری وتلوپه دوئ‌ باندی چتونه دپاسه ددوئ نه اوراغی دوئ‌ ته عذاب دداسی ځای نه چه دوئ نه پوهیدل -

په دی آیت کښی تخویف دنیوی دی په مثال دسابقینوسره اوداآیت یاخوپه ظاهرباندی حمل دی اوپه باره دنمرود اودقوم دهغه یاثمودیان او قوم لوط کښی دی یادا آیت عام دی اوپه طریقه دتاویل اود تمثیل سره دی لکه چه آبادی جوړه کړی وی اوبیخ ئی مضبوط وی، لیکن ناگاه دا چت په دوی باندی راپریوځی نودارنگ کافرانو مشرکانو دحق په مقابله کښی مضبوط تدبیرونه جوړ کړی وو ددی دپاره چه حق لره ختم کړی لیکن اللّه تعالٰی ددوئ تدبیرونه برباد کړل او دوی ئی هلاک کړل -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل