النحل ۲۵

لِيَحْمِلُوا أَوْزَارَهُمْ كَامِلَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَمِنْ أَوْزَارِ الَّذِينَ يُضِلُّونَهُمْ بِغَيْرِ عِلْمٍ أَلَا سَاءَ مَا يَزِرُونَ

ددی دپاره چه دوئ‌ پورته کوی به پیټی خپل پوره دقیامت په ورځ اودپیټو دهغه چانه چه بی لاری کوی دوئ‌ هغوئ‌ لره بغیرد دلیل نه خبرشئ‌ بد دی هغه چه دوئ ئی پورته کوی -

په دی آیت کښی تخویف دی، حاصل ئی دادی چه هرکله دوئ دقرآن تکذیب اوکړو نو ددوی تابعداروهم ددوی تقلید اوکړو اوگمراه شول نودوی هم گمراه دی اوهم گمراه کوونکی دی ځکه په دوی باندی په ورځ دقیامت کښی دوه پیټی دگناهونوبه وی لکه په سورة عنکبوت آیت (۱۳) کښی چه ذکردی (كَامِلَةً) دا ددی وجی نه ذکرکړو چه دکافرانوهیڅ گناه نه معاف کیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل