النحل ۲۴

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ مَاذَا أَنْزَلَ رَبُّكُمْ قَالُوا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ

اوکوم وخت چه دوئ ته اوئیلی شی چه څه نازل کړی دی رب ستاسو دوئ وائی دا دروغ قصی دی د زړوخلقو -

په دی آیت کښی زجردی په انکار دقرآن سره چه بیانوؤنکی دتوحید دی مطلب دادی چه کله مشرکانو ته اوئیلی شی چه په دی قران کښی واقعات او دلیلونه دتوحید شته نوددی منل خوپه کاردی نودوئ وائی چه دا هسی دروغ قصی دمخکنوخلقو دی داد اللّه تعالٰی کتاب نه دی لکه چه نن زمانه کښی باطل پرستو ته اوئیلی شی چه قرآن کریم کښی رد دهرقسم شرک دی نودوی جواب کوی چه دا آیتونه دمخکنو‌په باره کښی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل