النحل ۲۳

لَا جَرَمَ أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْتَكْبِرِينَ

خامخا اللّه تعالٰی عالم دی په هغه څه چه دوئ ئی پټوی اوهغه چه دوئ‌ ښکاره کوی یقیناً اللّه تعالٰی نه خوښوی لوئی کؤونکی -

په دی آیت کښی زجردی په استکباردتوحید نه (مَا يُسِرُّونَ) اشاره ده انکاردزړونوته (وَمَا يُعْلِنُونَ) اشاره ده استکبارظاهری ته اوفرق په مینځ د تکبراو استکبارکښی دادی چه تکبرکله مستعملیږی په کبریا دحق کښی چه هغه له حق دلوئی وی اوپه دی معنیٰ متکبر د اللّه تعالٰی په اسماء حسنیٰ کښی دی اوکله مستعملیږی په ناحق لوئی کولوکښی بغیردحق نه اوهرچه استکباردی نوهمیشه مستعلمیږی په ناحق لوئی کولوکښی نوددی صفت په کولو کښی ډیرقباحت دی په نسبت دمتکبرسره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل