وَأَلْقَى فِي الْأَرْضِ رَوَاسِيَ أَنْ تَمِيدَ بِكُمْ وَأَنْهَارًا وَسُبُلًا لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ
اواچولی دی په ځمکه کښی پاځه غرونه دپاره ددی چه اونخوځیږی گډه وډه په تاسوباندی اوسیندونه او لاری ددی دپاره چه هدایت اومومئ -
دا دولسم دلیل دی (أَنْ تَمِيدَ بِكُمْ) مراد ددی نه دادی چه ځمکه گډه وډه اونه خوځیږی په تاسو ځکه چه مید په لغت دعربوکښی گډوډ حرکت ته وائی او (لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ) د سُبُل سره تعلق لری یادری واړو سره متعلق دی ځکه چه دغرونو په سبب هم ملکونه معلومیږی اوداسی ذکرپه سورة انیباء (۳۱) کښی هم شته -