النحل ۱۶

وَعَلَامَاتٍ وَبِالنَّجْمِ هُمْ يَهْتَدُونَ

(اوپیداکړی دی) نښی او په ستوری سره دوی لار مومی -

په دی کښی دیارلسم دلیل دی مراد دعلامات نه هغه نښی دی چه په لاورکښی موجود وی اودهغی په سبب مقصد ته رسیدل کیږی یامراد دعلامات نه غرونه دی یعنی غرونه ئی دمختلفو ملکونودپاره نښی گرځولی دی، اودنجم نه مراد ستوری د جدی او فرقدین (داد ستورو نومونه دی) دی - اوپه هغه سره قطب معلومیږی اوبیا دهغی په سبب سره قبله معلومیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل