النحل ۱۴

وَهُوَ الَّذِي سَخَّرَ الْبَحْرَ لِتَأْكُلُوا مِنْهُ لَحْمًا طَرِيًّا وَتَسْتَخْرِجُوا مِنْهُ حِلْيَةً تَلْبَسُونَهَا وَتَرَى الْفُلْكَ مَوَاخِرَ فِيهِ وَلِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

او اللّه تعالٰی داسی ذات دی چه تابع کړی دی دریاب (دحکم خپل) دی دپاره چه خورئ د هغی نه غوښه تازه او راوباسئ دهغی نه کالی چه اغوندی هغه اووینی ته کشتئ اوبه شلؤونکی په هغی کښی او دپاره ددی چه طلب کړئ‌ فضل دهغه اودی دپاره چه شکر اوکړئ -

دا یوولسم دلیل دی هرکله چه مخکښی ایتونوکښی د وچی منافع ئی ذکرکړل نوپه دی آیت کښی منافع دبحرذکرکوی اوهغه ئی پنځه ذکرکړی دی اوتسخیردبحر دادی چه اللّه تعالٰی انسان لره قدرت ورکړی دی چه څوک په بحرکښی لامبووهی اوڅوک په کښی په کشتوکښی گرځی اوفائدی ترینه اخلی - مراد د (حِلْيَةً) نه لؤلؤ اومرجان دی لکه سورة رحمٰن آیت (۲۲) کښی چه ذکر دی دارنگ په دریاب کښی کنجکی صدفونه وغیره شته دهغی نه امیلونه جوړیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل