النحل ۲

يُنَزِّلُ الْمَلَائِكَةَ بِالرُّوحِ مِنْ أَمْرِهِ عَلَى مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ أَنْ أَنْذِرُوا أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاتَّقُونِ

نازلوی اللّه تعالٰی ملائک په روح سره دوجی دحکم خپل نه په هغه چاباندی چه اوغواړی دبندگانوخپلونه چه ویره ورکړی په بیان ددی خبری چه نیشته حق دار دبندگئ‌ سیوا ځما نه پس ځمانه اوویریږئ -

دا دلیل وحی دی اودروح نه مراد وحی ده اوبیان دمسئلی دتوحید دی - په دی کښی اشاره ده چه مسئله دتوحید د اللّه تعالٰی دطرف نه په واسطه دملائکو رالیږلی شوی ده اوددی تبلیغ فرض کړی شوی دی په هغه دلیلونوسره اوپه هغه طریقه سره چه په دی کښی اللّه تعالٰی ذکرکړی ده (أَنْ أَنْذِرُوا) بدل اشتمال دی د الرُّوح نه او أَنَّهُ (دوهم) تفسیر دانذار دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل