خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ تَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ
پیدا کړی دی آسمانونه او ځمکه دپاره دحق ښکاره کولو اوچت دی دهغی نه چه دوئ ورله شریک جوړوی -
دا دلیل اول دی او د (بِالْحَقِّ) نه مراد اظهار دتوحید دی یامراد ددی نه حکمت دی (تَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ) په اول آیت کښی دعذاب ذکر وؤ چه په یووجی سره نقصان دی اوپه دوهمی وجی سره اظهار دقدرت د اللّه تعالٰی دی نو سبحانه په نسبت داول او تعالٰی په نسبت ددوهم سره ذکرکړو اوپه دی کښی صرف صفت دخلق دعالم ذکرکړی دی چه دلالت کوی په علو د اللّه تعالٰی باندی -