بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
أَتَى أَمْرُ اللَّهِ فَلَا تَسْتَعْجِلُوهُ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ
دادی را اورسیدو حکم د اللّه تعالٰی پس تلوار ورباندی مه کوئ پاک دی اللّه تعالٰی او اوچت دی دهغی نه چه دوی ورسره شریک جوړوی -
ربط: ددی سورة دسورة حجر سره دادی چه په هغه سورة کښی تخویف وؤ منکرینو دتوحید ته نوپه دی سورة کښی رددی په عذرباطل دمشرکانو -
رددی په استدلال دمشرکینودپاره دجواز دشرک په مشیت د اللّه تعالٰی سره چه ذکرشوی دی په آیت (۳۵) کښی اورد دی په هغی باندی په لسوطریقوسره اوله طریقه شپږویشت (۲۶) عقلی دلیلونه چه تقسمیږی څلورو قسموته، اول قسم دیارلس عقلی دلیلونه چه په هغی کښی پیدایش دلویو لویو څیزونو ذکردی، دوهم قسم دری عقلی دلیلونه دی چه په هغی کښی ذکرشوی دی انقیاد د ټولو مخلوقاتو اللّه تعالٰی ته - دریم قسم شپږ عقلی دلیلونه دی چه په هغی ذکرشوی دی پیدائش د منافع څیزونو او څلورم قسم څلورعقلی دلیلونه دی چه په هغی تذکیردی دلویو نعمتونو - اودوهمه رد دی دشرک په ټولو اقسامو یعنی شرک فی العلم، شرک فی التصرف، اوشرک فی الدعاء اوشرک فی العبادة اوشرک په تحلیل او تحریم کښی او دریمه طریقه رد په شرک باندی په دلیل نقلی اجمالی سره دټولو انبیاؤ نه په آیت (۳۶) کښی اود ابراهیم علیه السلام نه په (۱۲۰) کښی او څلورمه طریقه رد دی په مشرکینو په ذکرددریو مثالونوسره، اوپنځمه طریقه ذکرد نزول دعذاب دی په مشرکینوباندی په آیت (۱۱۲) کښی، اوشپږمه طریقه ترغیب دی پوره کولو دعهد د اللّه تعالٰی ته چه هغه توحید دی او ویره ورکول دی نقض دعهد نه - اوومه طریقه رد دشرک دی په دلیل وحی سره آیت (۵۱) کښی، او اتمه طریقه ذکرددعویٰ دتوحید دی په مختلفو تعبیراتوسره، اونهم طریقه ذکر د یولس اسماء حسنیٰ دی چه خاص دی په اللّه تعالٰی پوری، اولسمه طریقه انکاردشرکاؤ ددوی دی دشرک ددوئ نه په ورځ دقیامت په آیت (۸۶) کښی -
داده چه دا سورة تقسیم دی اووه بابونوته - اول باب تر (۳۴) پوری دی په دی باب کښی اول دعویٰ دتوحید ده بیا دیارلس عقلی دلیلونه دی چه په هغی ذکرشوی دی پیدایش د دیرش غټو څیزونو د آیت (۳) نه تر (۱۶) پوری بیا رد دی په شرک فی التصرف اوفی العم او فی الدعاء باندی ددعویٰ دتوحید نه تفریعاً دآیت (۳) نه ترآیت (۱۶) پوری بیا رد دی په شرک فی التصرف او فی العلم او فی الدعاء باندی سره ددعویٰ دتوحید نه تفریعاً د آیت (۱۷) نه (۲۲) پوری بیا زجردی په انکاردقرآن سره په (۲۴) آیت کښی، اوتخویف اخروی دی په آیت (۲۵) کښی اودارنگ په (۲۹،۲۸،۲۷) کښی، اوتخویف دنیوی دی په آیت (۲۶) کښی او اودارنگ په (۳۴،۳۳) کښی اوبشارت دی په (۳۲،۳۱،۳۰) کښی -
د (أَمْرُ اللَّهِ) نه مراد عذاب ددنیادی په سبب دشرک سره یاقیامت دی، یامراد ددی نه مسئله دتوحید د اللّه تعالٰی ده چه په آخری جمله کښی ذکرده اوبناء په آخری تفسیرباندی معنیٰ د (فَلَا تَسْتَعْجِلُوهُ) داده چه جلتئ مه کوئ په انکار ددی مسئله بلکه فکراوکړئ په مضامینوددی سورة کښی بناپه اول توجیه باندی (سُبْحَانَهُ) ذکر دتوحید دی دپاره دامن دعذاب د اللّه تعالٰی نه -