الحجر ۶۷

وَجَاءَ أَهْلُ الْمَدِينَةِ يَسْتَبْشِرُونَ

او راغلل کلی والا خوشحالیدل -

ددی سورة په دی قصه کښی دترتیب لحاظ نه دی کړی شوی ځکه چه ددی قوم راتلل په میلمنوپسی اول وو اوبیا لوط علیه السلام دطرف نه دهغوی دفع کول وو پس دهغی نه د ملائکو لوط علیه السلام ته خبرورکول وو - نوددی یووجه داده چه په دی واقعه کښی اول مقصد بشارت دی مؤمنانوته نوهغه ئی اول ذکرکړو اوبیا دوهم تخویف دی نوهغه ئی روستو ذکرکړی دی دوهمه لفظی وجه ده هغه داچه (وَجَاءَ أَهْلُ الْمَدِينَةِ) حال دی دبصریانو په نیز په قد (پټ) سره اود کوفیانو په نیز بغیر د قدنه هم صحیح دی او (وَاؤ) هم په ترتیب باندی دلالت نه کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل