وَقَضَيْنَا إِلَيْهِ ذَلِكَ الْأَمْرَ أَنَّ دَابِرَ هَؤُلَاءِ مَقْطُوعٌ مُصْبِحِينَ
اوفیصله اولیږله مونږ ده ته ددی خبری چه جرړی ددی کسانو به پری کړی شی په وخت دصبا کښی -
(دَابِرَ) کښی اشاره ده چه عذاب به په دوئ باندی احاطه کوی هیڅ څوک دهغه بچ کیدی نه شی - اوداسی ذکرپه سورة انعام (۴۵) کښی دعامو قومونوپه باره کښی ذکر شوی دی -