الحجر ۶۵

فَأَسْرِ بِأَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِنَ اللَّيْلِ وَاتَّبِعْ أَدْبَارَهُمْ وَلَا يَلْتَفِتْ مِنْكُمْ أَحَدٌ وَامْضُوا حَيْثُ تُؤْمَرُونَ

پس بوځه کورنئ خپله په یو ټکړه دشپی کښی اوروستو ځه په دوئ‌ پسی اونه دی گوری شاته ستاسونه هیڅ څوک اوځئ هغه ځائ ته چه تاسو ته حکم کیدی شی -

په دی کښی نجات دپاره څلوراصول ذکرشوی دی - (۱) دشپی تلل (۲) دامیراو مشر ټولوملگرونه روستو تلل چه هغه دهغوی دحال نه خبروی اوچه څوک پاتی نشی (۳) اوشاته دکتلو نه منع کول ځکه چه په روستو کتلوسره مقصد ته په رسیدلوکښی سستی پیداکیږی او (۴) هغه ځای ته هجرت کول چه اللّه تعالٰی دکوم ځای امرکړی وی - اوهغه ځمکه دشام وه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل