قَالَ إِنَّ هَؤُلَاءِ ضَيْفِي فَلَا تَفْضَحُونِ
اوئیل لوط علیه السلام یقیناً دا میلمانه ځما دی پس مه شرمنده کوئ مالره -
(فَلَا تَفْضَحُونِ) فضیحت معنیٰ داده چه میلمنوپه مخکښی مالره مه شرمنده کوئ ځکه چه دمیلمنوبی عزتی دکوربه شرمول دی ولاتخزونی او خزی معنیٰ داده چه مالره مه ذلیل کوئ ځکه چه دیومشرخبره نه منل دادهغه تذلیل او سپکول دی (وَاتَّقُوا اللَّهَ) کښی مراد د اللّه تعالٰی اودرسول خبره منل دی -