قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ أَيُّهَا الْمُرْسَلُونَ
اوئیل ده پس کوم لوی کاردی ستاسوای رالیږلی شؤو -
هرکله چه ملائکو ابراهیم علیه السلام ته بشارة ورکړو په ولد سره نوحقیقت دادی چه ددی بشارت دپاره یوملک هم کافی وو - لیکن چونکه ډیرملائیک چه راغلی دی نومعلومیږی چه ددوئ په ذمه غټ کارشته دی نوابراهیم علیه السلام ځکه داتپوس اوکړو ځکه چه خطب په غټه حادثه کښی استعمالیږی -