قَالُوا إِنَّا أُرْسِلْنَا إِلَى قَوْمٍ مُجْرِمِينَ
اوئیل دوئ یقیناً مونږ رالیږلی شوی یو مجرم قوم ته -
په دی آیتونوکښی دملائکو دوه مقصدونه ذکرکړی شوی دی اول اهلاک د مجرمانو چه هغه صیحه او کانړی رالیږل دی او کلی دقوم لوط علیه السلام پورته کول او اُلټه راغورځول، دا ټول په ذریعه ددی ملائیکو کړی شوی وو دوهم مقصد ددوی بچ کول دی د لوطعلیه السلام اود کورنئ دهغه بغیر دښځی دهغه نه -
فائده ۱: که مشرکان دا شبه اوکړی چه ملائک نجات ورکولی شی دعذاب دمصیبت نه نوانبیاء او اولیاء به هم ورکولی شی، جواب دادی چه (إِنَّا لَمُنَجُّوهُمْ) د (إِنَّا أُرْسِلْنَا) دلاندی داخل دی مطلب دادی چه مونږقاصدان یو اودا پیغام د اللّه تعالٰی دی (إِنَّا لَمُنَجُّوهُمْ) ځکه رسول خپل کلام نه شی ذکرکولی بلکه دمرسل پیغام به ذکرکوی او دلیل په دی باندی لفظ د (قَدَّرْنَا) دی ځکه چه تقدیردملائکو په اختیار کښی نه دی -
نحوی فائده ۲: په دی کلام کښی دوه استثناء دی، نودوهمه استثناء د اولی استثناء نه استثناء ده یعنی قوم مجرمان به هلاکیږی مگرآل لوط علیه السلام به بچ وی او آل لوط علیه السلام به ټول بچ کیږی مگرښځه به ئی نه بچ کیږی لکه داقول دیوتن لَهٌ علی عشرة دارهم الاربعة الادرهما، فلانکی په ماباندی لس روپئ دی مگرڅلور اوپه څلوروکښی یوکمه ده یعنی دری روپئ دلسو نه کمی دی نودا استثناء من المستثنٰی ده دا دوه استثناء دیو مستثنٰی منه نه دی - ځکه چه جائزنه ده په عربیت کښی -