إِنَّ عِبَادِي لَيْسَ لَكَ عَلَيْهِمْ سُلْطَانٌ إِلَّا مَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْغَاوِينَ
یقیناً بندگان ځما نیشته تالره په دوئ باندی وس دگمراه کولو سیوا دهغه چانه چه تابعداری کوی ستا دسرکشانونه
په روستو توجیه سره دا بیان دهذا صراط دی اوپه مخکنو توجیهاتوسره دا علت دی د (۴۰) دپاره - که څوک شبهه اوکړی چه په سورة ابراهیم آیت (۲۲) کښی معلومه شوی ده چه دشیطان په خپلو تابعدارانو باندی هیڅ سلطان نیشته او دا رنگ سورة سبا (۲۱) کښی، او دی آیت نه معلومیږی چه دده په خپلو تابعدارانوباندی سلطان شته دی داپه ظاهرکښی تعارض دی، نوجواب دادی چه دلته سلطان نه مراد اغواء او گمراه کول دی په داسی طریقه چه توبه نه اوباسی اودا سلطان شیطان دپاره خاص دی دهغه د تابعدارو پوری لکه په سورة نحل (۱۰۰) کښی، اوسورة ابراهیم کښی دسلطان نه مراد دلیل یا زور دی اودا استثناء منقطع ده (الْغَاوِينَ) کښی اشاره ده چه غوایت دحکم د اللّه تعالٰی نه سبب دی دپاره دتسلط د شیطان په هغوی باندی -