الحجر ۴۳

وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمَوْعِدُهُمْ أَجْمَعِينَ

او یقیناً جهنم ځای مقررشوی دی دوی ټولو لره -

په دی آیتونو کښی تخویف اخروی دی تابعدارو د ابلیس ته -
فائده: هرکله چه دتابعدارو د ابلیس لوی ډلی اووه (۷) دی (۱) عام گنهکار ددی آمت، او (۲) نصاریٰ او (۳) یهود (۴) صابئون (۵) مجوس او (۶) مشرکان غیرکتابی او (۷) منافقین نوددی دپاره ئی ذکرکړه اوه (۷) ابواب دجنهم چه هغه (۱) جهنم دی اوبیا (۲) لظئ ده اوبیا (۳) حطمه اوبیا (۴) سعیر اوبیا (۵) سقر اوبیا (۶) جحیم اوبیا (۷) هاویه - قرآن کریم چه کوم سورة او آیت کښی ددی نه یوه طبقه ذکرشوی ده نوورسره دهغی مناسب اهل معصیت هم ذکردی هغوی ته مقسوم وئیلی کیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل