الحجر ۴۱

قَالَ هَذَا صِرَاطٌ عَلَيَّ مُسْتَقِيمٌ

اوفرمائیل اللّه تعالٰی دا لار ده په ماباندی نیغه -

په دی آیت کښی یوتوجیه داده چه (هَذَا) اشاره ده عبدیت د اللّه تعالٰی ته چه په لفظ د (عِبَادَكَ) ذکر شو، نو معنیٰ داده چه دا بندگی کول د اللّه تعالٰی نیغه لاره ده چه زما په ‌ذمه بیانول دهغی دی (عَلَيَّ) سره تقدیر دعبارت دی یعنی عَلَيَّ بیانه و هدَایتُه - او دوهمه توجیه داده چه بندگی د اللّه تعالٰی نیغه لار ده زما طرف ته بنا په دی سره عَلَيَّ په معنیٰ د الٰی سره دی او دریمه توجیه داده چه هذا کښی اشاره ده مضمون دآیت روستنی ته یعنی دغه فیصله ده مضبوطه زما په نیز باندی یعنی مُسْتَقِيمٌ نه مراد عدل دی او عَلَيَّ په معنیٰ واجب علیَّ دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل